کابل ، د ثور ۱۹ مه ، باختر
په هلمند کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز لښکر ګاه د دوهمې او اتمې حوزو په مربوطاتو کې په خپلمنځي شخړو کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د باختر آژانس سیمه يیز خبریال ته ویلي چې پرون ناوخته د دوهمې او اتمې حوزې په مربوطاتو کې د ځمکې پر سر شخړو کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې امنیتي مسوولین وايي چې د پېښو په تړاو څو تنه نیول شوي او څېړنې ترې پيل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم د دغه ولایت په مارجې، ناوې او باباجي ولسوالیو کې د پور او ځمکې پر سر شخصي شخړو کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
ن/ر