ورزش

په بلخ ولايت کې دبلخ ولسوالۍ دواليبال ټيم دسياليو اتل شو .

کابل – باختر دتلې دمياشتې لومړي
دبلخ ولايت  دبلخ ولسوالۍ ټيم دسراسري واليبال د سياليو اتل شو .
دغه ټيم دلوبې په پاى کې وتورنيدل د يوې په مقابل کې په دريو سره دچاربولک ولسوالۍ ټيم ته ماتې ورکړي  او دلومړي ځل لپاره ددغو سياليو داتلوالۍ مقام وګاټه .
په دغو سياليو کې دمزارشريف ښار دښاروالۍ دواليبال ټيم دريم شو.
دبلخ ولايت دواليبال دفدراسيون مسوول محمد نعيم باختر آژانس ته وويل ،  چې ددغه ولايت دواليبال د سراسري سيالۍ دشپږو ټيمونو په ګډون  د شهيد داوونۍ او دافغانستان دسولې دشهيد پروفيسو برهان الدين رباني دشهادت په درناوې او ددغې ورزشي څانګې دغوره څيرو د پيژندلو په خاطر دمزارشريف په ښارکې  سيالۍ پيل شوي وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته