کابل ، د غوايي ۱۸ مه ، باختر
په هلمند کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې پرون د دغه ولایت په مارجې، ناوې او باباجي ولسوالیو کې د پور او ځمکې پر سر شخصي شخړو کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت په مارجې او باباجي ولسوالیو کې ولسي خلکو د ځمکو پر سر شخړې کړې دي.
سرچینه زیاتوي چې په شخړو کې دوه تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي. د پېښو په تړاو څلور تنه نیول شوي دي.
ن/ر