نړۍ

دسوريې دصدراعظم ايران ته لاړ.

دمشق- وى او اى نيوز – باختر دليندۍ دمياشتې ٩
دسوريې صدراعظم  وائل الحلقي  پرون تهران ته ورسيد چې په ژنيو کې دسولې  له کنفرانس څخه مخکې دايران له مشرانو سره خبرې اترې وکړي .
دامريکا غږ دخبرله مخې :  وائل الحلقي  پرون د درې ورځنۍ سفر لپاره تهران ته ورسيد او ټاکل شوې ده دايران له جمهور رييس حسن روحاني ، دبهرنيو چارو له وزير محمد جواد ظريف او د دغه هيواد دملي امنيت دعالي شورا له رييس علي شمخاني سره وګوري.
ايران ته دسوريې دصدراظم سفر يو ورځنى  له هغه وروسته ترسره کيږي چې اعلام وشو چې دسوريې دحکومت استازي د ژنيو – ٢ په کنفرانس کې چې دسلواغې دمياشتې په دويمه نيټه جوړ شي ګډون وکړي.
تراوسه پورې روښانه  نه ده چې ايران به  په دغه کنفرانس کې ګډون  وکړى يانه ؟
دسوريې ياغيان په ايران باندې دسوريې دحکومت دوسله وال کولو تور لګوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته