خبرونهامنیتټولنه

د اسلامي امارت ځواکونو عبدالرووف د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړ

کابل / د غوايي ۳ مه / باختر

د اسلامي امارت د استخباراتو ځانګړو ځواکونو په بلخ کې د عبدالرووف په نوم تښتول شوی ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړ.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې عبدالروف شاوخوا دوه کاله وړاندې په بلخ کې تښتول شوی و.

مجاهد ویلي چې عبدالروف په بلخ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي خپلې کورنۍ ته وسپاره.

عبدالرووف د ۱۳۹۹ کال د لړم په میاشت کې د مزارشریف ښار د څلورمې ناحیې له یوه ښوونځي څخه تښتول شوی و.

د پخواني حکومت امنیتي چارواکي د لسګونو عملیاتو په ترسره کولو سره بریالي نه شول چې عبدالرووف د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته