خبرونهټولنه

کندهار کې ۵۰ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته درمل وسوځول شول

کابل، د غوایی ۱۲ مه، باختر

د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د ۵۰ ټنو تاریخ تېره درملو د سوځولو خبر ورکړی دی.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست د مطبوعاتو دفتر مسوول ډاکتر عبدالمنان نادري د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې یاد ریاست دغه ۵۰ ټنه تاریخ تېره درمل د یاد ولایت په بېلا بېلو سیمو کې له شرکتونو او درملتونونو څخه راټول او د یاد ریاست د ځانګړي ټیم په شتون وسوځول شول.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم یاد ریاست یوه اندازه تاریخ تېره او بې کیفیته درمل د یاد ولایت د بېلا بېلو سیمو له درملتونونو څخه راټول او سوځولي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته