کابل، د غوایي ۱۲ مه، باختر
د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د نږدې ٣میلیونه افغانیو په لګښت د کبانو د تولید او روزنې دوه فارمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې په دغه ولایت کې پر دوه جریبه ځمکه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د کبانو د تولید او روزنې دوه فارمونه جوړ شوي دي.
په ورته وخت کې د ولایت مقام دفتر رییس مولوي میرویس وحیدالله د دغه فارم جوړول د لوګر اوسېدونکو لپاره د کبانو د تازه او باکیفیته غوښې د وړاندې کولو لپاره اړین ګام وباله او ترڅنګ یې د کرنې ریاست له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې له دغه فرصت څخه د کبانو د فارمونو د ترویج او د مینه والو د جذب لپاره د روزنې په برخه کې پوره ګټه پورته کړي.
د کرنې او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو په وینا دغه فارم دوه حوضونه لري، چې په یوه وخت کې د ٦ زرو کبانو د ساتلو او روزلو ظرفیت لري او د یوه کال په موده کې به څلور ټنه غوښه بازار ته وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال لوګر کې د کبانو د روزنې او تولید په موخه شاوخوا لس شخصي فارمونه هم فعالیت لري.