کابل باختر د تلې پنځه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې پرون دڅښاک داوبو دشپږو پروژو کار پيل شو .
دننګرهار ولايت ددربابا ولسوالۍ دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له خوا پرون دڅښاک داوبو دشپږو پروژو کار پيل شو .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت وياند اکبر رستمي باختراژانس ته وويل په دغو پروژو کې دڅښاک داوبو برابرول شامل دي او ددربابا ولسوالۍ په کورکو ، چورلالا ، تودې چينې او نعمت په کليو کې تطبيقيږي چې ددغه کار په بشپړيدو سره دڅه ناڅه يوزرو پنځه سوه کورنۍ ستونزې به لرې شي .
ددغو پروژو لګښت ١٧ مليونه افغانۍ اټکل شوى دى او کار يې په دريو مياشتو کې به بشپړ شي . ختم_ عطاالله _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ