خبرونهټولنه

په پکتیکا کې پر ۴ زرو بې ځایه شویو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول

 کابل / د وري ۲۶ مه / باختر

د چين په مالي ملاتړ د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په پکتیکا کې پر۴۰۰۰ بې ځایه شویو کورنیو وریجې او اوړه ووېشل شول.

دغه مرسته پر مرکز سربېره د پکتیکا د نکې، وړممۍ، زېړوک، برملې او ګوملې ولسوالیو پر بې ځایه شویو کورنیو ووېشل شوه.

د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وویل چې هڅه کوي، چې د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ پکتیکا کې هم بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو ته د پام وړ مرستې راجلب کړي.

حقاني زیاته کړه: راتلونکی کال به د خوراکي توکو پر ځای له خلکو سره نقدي مرسته کوي، چې وکولای شي د کورنۍ د اقتصاد په ښه والي کې ترې ګټه واخلي.

په همدې حال کې د پکتیکا والي مولوي عبدالله مختار وویل چې د مرستو د وېش بهیر په شفاف ډول مخته وړل کېږي او یوازې هغه کورنۍ چې مستحقې وي، مرستندویه ادارو ته ور پېژندل کېږي.

بل خوا یو شمېر راستنې شوې کورنۍ وایې چې په جګړو کې یې د استوګنې کورونه له منځه تللي.

دوی خپلو مېنو ته د بېرته ستنېدو خبره کوي؛ خو له اسلامي امارت او په دغه برخه کې له نړیوالو مرستندویه بنسټونو د لازمې پاملرنې غوښتنه کوي.

چین له دې وړاندې هم په پکتیکا کې  د افغان سرې میاشتې په چوکاټ کې له ۷۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړې وه.

د یو بل خبر له مخې؛ د پکتیکا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا UNICEF د دغه ولایت د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې، د ۱۵۰۰ یتیمو، بې سرپرستو او غریبو ماشومانو پر کورنیو د پوښاک توکو بستې او کمپلې ووېشلې.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته