سیاست

د افغانستان دمبارزو ښځوملي بنسټ دجمهوري رياست د انتخاباتو د رايو د شميرنې په بهيرکې د شفافيت غوښتنه وکړه

-کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٧
د افغانستان د مبارزو ښځو ملي بنسټ نن په يوه غونډه کې د جمهوري رياست د انتخاباتو د بهير په وړاندې د پراته ډب د لمنځه وړلو غوښتنه وکړه.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمطبوعاتو دنړيوال مرکز په تالار کې جوړه شوې وه ، دافغانستان دمبارزو ښځو دملي بنسټ مسوولې ډاکترې حميدې وردګ خبرې وکړې او ويې ويل: لکه څنګه چې شاهدان  يو؛ د روان کال د وري د مياشتې شپاړلسمې او دغبرګولي دمياشتې د څليرويشتمې نيټې انتخابات د افغانستان دملت د هلو ځلو او د امنيتي ځواکونو دهڅو او هاند محصول دي چې له بده مرغه اوس له بحران سره مخامخ کړى شوي دي  او موږ نه پريږدو چې دخلکو رايې په اوبولاهو شي او دخلکو رايو ته بې احترامي وشي.
دې زياته کړه: افغان ښځو د قومي، مذهبي او سياسي ملحوظاتو په پام کې نيولو پرته خپلې رايې په صندوقونوکې واچولې او غواړي چې د منتخب حکومت په رڼا کې د دوى د بچيانو او ميړونو راتلوونکي تضمين شي، نه دا چې هغوى له لاسه ورکړي.
دې وويل چې بايد د جمهوري رياست دواړه نوماندان د خلکو د رايو درناوى وکړي او هيواد له بحران سره مخامخ نه کړي  او  دغه انتخاباتي ډب پاى ته ورسوي.
دغه راز په دې غونډه کې د ښحو د حقوقو  فعالې زهرا سپهر د ښحو د رايو په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل چې په اوسني حالت کې ميرمنې دخپلو بچيانو د راتلوونکي په نسبت زياته انديښنه لري.
د داسې راتلوونکي انديښنه چې په دغه شان حالت کې ، آيا ميړونه يې کولاى شي دخپلو بچيانو د اعاشې لپاره يوه مړۍ ډوډۍ پيداکړى ؟
دې د انتخاباتي شکايتونو له کميسيون څخه وغوښتل چې له تقلبي رايو څخه د خلکو د پاکو رايو په جلاکولوکې هڅه او هاند وکړي چې د انتخاباتو نتيجې په شفاف ډول خلکو ته څرګندې شي.
دسنا مجلس غړې انارکلي هم په دې غونډه کې خبرې وکړې او ويې ويل چې زموږ په هيوادکې د لومړي ځل لپاره سياسي قدرت له يوه منتخب جمهور رييس څخه بل منتخب جمهور رييس ته ليږدول کيږي او بايد پرې نږدو چې دانتخاباتو نتيجې له بحران سره مخامخې شي.
ددغې غونډې په پاى کې برخه والو په پنځو مادوکې يو پريکړه ليک هم صادرکړ چې په هغه کې د دموکراسۍ په پراخ بنسټه کولو، د ټولنيزعدالت په تامينولو، په ملي مسئلوکې د ښځو په  فعال ګډون او د انتخاباتي کميسيونونو په بې پرې والي باندې ټينګار شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته