کابل/ د وري٢١ مه / باختر
د غور د چهارسدې ولسوالۍ د دره کرګوش واټ د جوړولو کار پیل شو.
د غور د فوايد عامې رييس مولوي عبدالکریم ابو شعیب وايي چې له څو ورځو راهيسې د دغه ولايت د فوايد عامې رياست له خوا د خلکو په همکارۍ د کرګوش واټ د جوړولو کار پيل شوى دى.
هغه زياته کړه چې د دغه واټ د جوړېدو لګښت د غور د فوايد عامې رياست له خوا ورکول کېږي او د يوې مياشتې په بهير کې به بشپړ شي.
هغه زياته کړه، د دغه واټ په بشپړېدو سره به د غور د چهارسدې ولسوالۍ د څو کليو د اوسېدونکو په تګ راتګ کې اسانتياوې رامنځته شي.
\ ذ