سیاست

فرصت غوښتوونکو کسانو له نويو وزيرانو څخه دکار فرصت واخيست .

کابل باختر د سلواغې يو ويشتمه :
يو شمير نوي وزيران لاتراوسه پورې په دې نه دي بريالي شوي چې په خپل کار پيل وکړي .
سره له دې چې دنوي وزيرانو دکار دپيل له وخت څخه څه دپاسه يوه اوونۍ تيريږي  خو يوشمير دغو وزيرانو د مبارکۍ لپاره ددوى دفترونو ته دافرادواو اشخاصو دورتګ په خاطر دکارفرصت نه دى پيداکړي .
دعامې روغتيا او دمهاجرينو دراستنولو دچارو دوزارتونو ځينو کارکوونکو دباختراژانس له خبريالانو سره په اړيکو کې ادعا کړې ده چې يوشمير افراد او اشخاص  په ډله ئيزه توګه او په انفرادي ډول دورځې له پيل څخه دغو وزارتونو ته ځي او  دوزيرانو له رسيدو سره سم ددوى دفترونوته وردانګي او دغه بهير دورځې تر وروستيو وختو پورې او آن دشپې تر رارسيدو پورې دوام مومي .
دعامې روغتيا وزارت يوسابقه لرونکي کارکوونکى چې دنامه له اخيستلو څخه يې ډډه  وکړه دباختر اژانس خبريال ته وويل :دنوي وزير په وړاندې زيات کارونه پراته دي اوبايد نوى وزير دچارو دترسره کولو په خاطر يوه کړۍ هم فرصت له لاسه ورنه کړي  خو له بده مرغه غوړمالان او فرصت غوښتوونکي ددغه وزارت له نوي وزير څخه کاري فرصتونه اخلي او ده ته اجازه نه ورکوي چې په کار پيل وکړي .
دغه کارکوونکى څرګنده کړه چې ځينې کسان په ساعتونو ساعتونو دعامې روغتيا په انګړ کې انتظار باسي چې ددې فرصت پيدا کړي چې له نوي وزير سره په يوازيتوب سره وويني .
ده وويل دغه شان افرادو ته دى بايد وخت ورنه کړى شي  اودعامې روغتيا وزير دى بايد ددې پرځاى چې خپل کاري وخت ددغه شان فرصت غوښتوونکو  په بې مورده غوښتنې تير کړي بايد خپل کارونه  ترسره کړي .
دغه راز دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت يوه کارکوونکي هم دباختراژانس خبريال ته وويل چې افراد او اشخاص په انفرادي او ډله ئيزه توګه په دغه وزارت کې ليکي جوړوي او په ساعتونو ساعتونو کاري فرصتونه ددغه وزارت له نوي وزير څخه اخلي .
دغه کارکوونکي وويل: دى په خپله ددې شاهد دى چې پرون دشپې تر رارسيدو پورې يوشمير افرادو او اشخاصو دمبارکۍ په نامه  دنوي وزير په دفتر کې  شتون درلود .
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت  يوشمير کارکوونکو دباختراژانس خبريال ته وويل چې دنوي وزير دمعرفي کيدو له وخت څخه هره ورځ ددې شاهدان يو چې اشخاص يا ډلې دمبارکۍ په نامه  له وزير څخه کاري فرصت اخلي .
دوى وايي چې دغه کسان له سهاره تر شپې پورې يوازې دچايو په څښلو او غوړه مالۍ په کيسو سره دمهاجرينودراستنولو دچارو دوزير کاري فرصت اخلي .
ددغه وزارت يوبل کارکوونکي ادعا وکړه چې جمهور رييس او اجراييه رييس ويل چې متخصصه او په کار پوهه کابينه جوړوي او دنظر وړ اشخاصو انتخاب  نږدې  څلور مياشتې وخت وبوله  او په پاى کې يې داسې کسان معرفي کړل چې دکار له پيل څخه يې نږدې لس ورځې تيريږي او لاتراوسه پورې دچارو د ښه والي لپاره په وزارتونوکې يې کوم کار محسوس نه دى .
په هر صورت ښايي دغه دوه وزارتونه په نورو دولتي ادارو کې دحالت بيلګه وي .
که چيرې ددغو دوو وزارتونو په چارو کې حالت ته پاملرنه وشي دې نتيجې ته رسيږو چې ددغو دوو وزيرانو په وړاندې زيات کارونه پراته دي چې بايد هغه ترسره کړي .
دخلکو روغتيايي حالت او دهغو عواملو پيژندنه چې دخلکو روغتياګواښوي ددرملنې او علاج دخدمتونو ښه والي او دهيواد په لرې پرتو سيموکې دناروغانو علاج او درملنې ته پاملرنه او دهغو کسانو ددرملنې  دزمينې دبرابرولو لپاره کار چې ددرملنې په مقصد له هيواد څخه بهر ته  سفر کوي ،د عامې روغتيا دنوي وزير له ګوتې په شمار مسووليتونو څخه دي چې دوخت دتيرولو پرځاى دې ددغو کارونو دترسره کولو لپاره دهمت ملاوتړي .
دغه راز دمهاجرينو دراستنولو دچارو نوى وزير دې بايد په دې پوه شي په داسې وخت کې يې ستر مسووليت په اوږواخيستى  دى چې دپاکستان دپوليسو دزور زياتي اوظلم  په خاطر په دغه هيواد کې دميشتو افغان مهاجرينو چيغې او فريادونه ددې هيواد دهر احساس لرونکي انسان زړه ځوروي .
  دمهاجرينودراستنولو  دچارو وزير دې بايد په هغه څه چې دولسي جرګې له استازو سره يې ژمنه کړې ده  عمل وکړي او که چيرې  په ياد نه لري بايد څرګنده شي چې ده په پاکستان کې دميشتو افغان مهاحرينو دستونزو حل کولو ته په خپل کاري لومړيتوب کې ځاى ورکړى و او ويلي يې و چې په ډير لنډ وخت کې دغه هيواد  ته سفر کوي .
دابه دده په مصلحت  وي چې نوردې خپلو دوستانو او مينه والو ته سپارښتنه وکړي  چې دمبارکۍ په نامه  دې نور دده کاري دفتر ته مراجعه ونه کړي .
دوزيرانو او دنورو دولتي بنسټي  کاري  دفترونه دې بايد دچارو دمسوولينو ددوستانو اوخپلوانو دتفريح ، دچايو  دڅښلو او دشخصي کيسو دځايونو په توګه هغه هم په رسمي  ورځو کې ونه کارول شي ځکه دبيت المال حق په اوبو لاهو کيږي او لوى خداى ( ج )  هم له دغه شان چلند څخه چې مخلوق ته يې دخدمت په لاره کې دخنډاو ځنډ  سبب کيږي ناخوښ دى او دچارو دغه شان مسوولين  تر پوښتنې لاندې نه شي .
دغه راز  له نورو نويو وزيرانو څخه هم دغه شان شکايتونه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته