کابل / د کب ۲۲ مه / باختر
په کاپیسا کې له فاروقیه دارالعلوم څخه د قران کریم ۲۵ حافظان فارغ شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې، په فراغت غونډه کې د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال ورته غونډې د خیر او برکت سبب و بللې او د قران کریم حافظان یې په دنیا او اخرت کې د ویاړ وړ وبالل.
د یادونې وړ ده چې له یادې مدرسې څخه پخوا هم حافظان فارغ شوي دي.
ع