کابل باختر دسلواغې دمياشتې ١٧ :
د طالبانو په ډلې پورې اړوند يو تن د وسله والو فعاليتونو په تور په شپاړلس کاله بند محکوم شو.
تورن چې داستيناف محکمې دکورني او بهرني امنيت پرخلاف دجرمونو د ديوان په علنې قضايي غونډه کې مجازات شوى دى څه موده مخکې دامنيتي ځواکونو له خوا له کافي سندونو او مدارکو سره نيول شوى و.
دهرات ولايت داستيناف محکمې رييس قضاوتمل سيدعبدالغفار زبير باختر آژانس ته وويل : تورن څه موده مخکې له خپل جرمي شريکانو سره د هرات _ اسلام قلعه په لويه لاره کې کمين نيولى و ، او دماين پاکۍ دموسسې په وسايطو يې ډزې کړې وې .
د زبير دڅرگندونوله مخې : دغه تورن د بانديتيزم په قضيه کې دقانون له مخې په شاړلس کاله بند محکوم شوى دى .
0 1 دقیقه لوستل