ټولنه

په کندز کې په يوه ترافيکي پېښه کې لس تنه ټپيان شول.

کابل/ د مرغومي ١٧ مه / باختر:
په کندز کې ١٠ تنه په يوه ترافيکي پېښه کې ټپيان شول.
دغه پېښه پرون ناوخته د کندز دعلي اباد په لويه لاره کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو مسافر وړونکي بس موټر له سړک څخه ووت او چپه شو.
د کندز يوه امنيتي خبر ځاى باخترآژانس ته وويل، په دې پېِښه کې د دغه بس ١٠ تنه سپرلۍ ټپيان شوي دي .
د کندز د مرکزي روغتون رييس ډاکتر نعيم منګل د دې پېښې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ بللى دى.
د دې پېښې اصلي علت د موټر چلونکي ګړندى تګ او بې احتياطي بلل شوې ده.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته