کابل / د مرغومي ۱۲مه / باختر
د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت سرپرست د جوزجان او بغلان د ښار جوړولو او اراضۍ له رییسانو سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې د دوی ستونزې به حل شي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د جوزجان او بغلان د ښار جوړولو او اراضۍ رييسانو د ښاري وضعيت د څرنګوالي او د خپلو کاري مسووليتونو په اړه معلومات ورکړل او په يادو ریاستونو کې یې شته ستونزې او ننګونې د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت له سرپرست سره شريکې کړې.
په همدې حال کې د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت سرپرست غلام غوث ناصري د جوزجان او بغلان د ښار جوړولو او اراضۍ د رییسانو د نظریاتو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته، ډاډ ورکړ چې د دوی ستونزې به هوارې شي او ویې ویل: هڅې کوو چې شته ستونزې د اړوندو مسوولینو په مشورې او وړاندیزونو حل کړو.
په پای کې د کار پر ښه والي او زیاتې همغږۍ ټینګار وشو.
وهاج