کابل / د چنګاښ ۲۳مه / باختر
د باميانو نوي والي محمد طاهر زهير نن د دغه ولايت خلکو او مسوولينو ته معرفي شو او کار پيل کړ.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د دغه ولايت په مرکز کې جوړه شوه؛ د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مسلکي او پاليسۍ معين محمد سرور جوادي، د باميانو نوی والي محمد طاهر زهير د دغه ولايت مسوولينو او خلکو ته معرفي کړ.
په دې غونډه کې د باميانو د پخواني والي سيد انور رحمتي د کارونو مننه او قدرداني وشوه او هغه د باميانو د سيمه یيزې ادارې د مشرتابه پلاوي او خلکو له خوا وستايل شو.
دغه راز په دې غونډه کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پاليسۍ او مسلکي معين او د باميانو نوي والي په دغه ولايت کې د امنيتي ستونزو او چلنجونو د لرې کولو په اړه خبرې وکړې او خلکو ته يې ډاد ورکړ چې د باميانو عمومي حالت به ښه شي.
ختم-ج-ا