کابل / د غبرګولي ٢۶مه / باختر
د فارياب دولت آباد ولسوالۍ نن سهار د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ تېره شپه د فارياب په دولت آباد ولسوالۍ کې ګډ عمليات ترسره کړل او بريالي شول چې دغه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړي.
رضايي زياته کړه چې په دغو عملياتو کې وسله والوطالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى چې جزئيات يې وروسته خپرېږي.
ختم-ج-ا