کابل/ دغبرګولي ٥/ باختر
څلور وسله وال طالبان تېره شپه په سرپل کې په هوايي بريد کې ووژل شول او درې نور ټپيان شول .
د هېواد په شمال کې د شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ پر دغو وسله والو طالبانو هغه وخت بريد وشو چې د سرپل د بغاوي په سيمه کې پر امنيتي پوستو د بريدونو په طرحه کولو بوخت و.
هغه وويل وسله وال طالبان کله ناکله د دې سيمې په لاره کې د مسافرانو په ځورولو لاس پورې کوي.
پاى \ ذ
6 د یوې دقیقې څخه لږ