کابل / د وري ۲۵ مه / باختر
په قندهار کې د یو سړک د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې وسپارل شو.
دغه سړک یو زرو ۵۶۰ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري چې د ښار شاوخوا کلي له مرکز سره نښلوي.
د قندهار د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د دغه سړک په جوړېدو سره خلکو ته ډېرې آسانتیاوې برابرې شوې دي.
له بلې خوا د قندهار ښاروال وایي چې ټاکل شوې ده په روان کال کې په ښار او یو شمېر ولسوالیو کې لسګونو سړکونه پاخه شي.
پای/شکریه
1 د یوې دقیقې څخه لږ