کابل /د وري ٢٤مه /باختر
په داسې حال کې چې په سالنګونوکې د واورې د اورښت اټکل کېږي، دغه لويه لاره د تګ راتګ پرمخ پرانيسته ده .
همدا اوس د سالنګونو په دواړو خواوکې اسمان برک دى او د مسافروړونکو وسايطو د تګ راتگ بهير عادي دى .
مسوولين وايي چې باروړونکي موټرونه يواځې له جنوب څخه کولاى شي شمال ته لاړ شي، په سالنګونو کې د کتنې ساحه يو کيلومتره دى او د باد ګدنديتوب هم په ثانيه کې يومتر اټکل شوى دى.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست د خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه لويه لاره کې د واورې د اورښت خبر ورکړى دى .
دغه رياست له موټر چلوونکو غوښتي دي چې د سالنګونو په لويه لاره کې د تګ راتګ په وخت کې امنيتي ټکي په پام کې ونيسي اوخپل وسايط په ژمنيو وسايلوسمبال کړي.
ختم-ج_ا