کابل/ د وري ۲۳مه/ باختر
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړانديز او د جمهوري ریاست عالي مقام د ۱۴۰۰/۱/۲۳ نېټې د جلا جلا حکمونو له مخې، الينا راسي د ميدان وردګو، زينب افغان د خوست، سلیمه نيکبين د کابل او نجيبه قريشي د فارياب ولايت ټولنیزې مرستیالانې وټاکل شوې.