کابل / د سلواغې ٣٠ مه / باختر
اته وسله وال طالبان تېره شپه په هرات- بادغيس لويه لاره کې د هېواد د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول.
د هېواد په لوېديځ کې د٢٠٧ ظفر قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې په دغه تګلوري کې له مسافرو او موټرچلوونکو څخه د پيسو اخیستلو په موخه موټرونه درول.
هغه وويل چې په دغه بريد کې اته وسله وال طالبان ووژل شول او د هغو يو موتر ويجاړ کړاى شو.
ختم_ ج _ اکرم