کابل / د ليندۍ ٧ مه / باختر
د وسله والو طالبانو يو غړى پرون له غرمې وروسته د وسله والې غلا په تړاو په فاریاب کې ونيول شو.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش باختر آژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو دغه غړی په وسله والوغلاوو کې لاس درلود.
د فارياب پوليسو په خليفه مشهور فريد له جنګي وسايلو او پوځي جامو سره د ميمنې ښار په مربوطاتو کې ونيو.
هغه په فارياب کې د وسله والو طالبانو په ډله کې خپل غړيتوب تائيد کړ.
پاى \ ذ