پلخمري باخترلړم د مياشتې ٢٨ نيټه :
په بغلان ولايت کې د اوبو د ضايعاتو د مخنيوي په مقصد پرون په پلخمري ښارکې يو ورکشاپ جوړ شو.
دغه ورکشاپ د نهو ورځو لپاره د کرنې او اوبولګولو د رياست له خوا د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې او (Swim) د موسسې په همکارۍ جوړ شوى دى.
د باحتر آژانس دخبريال دخبرله مخې:
د دغه ورکشاپ د پرانستلو په غونډه کې د بغلان ولايت د کرنې او اوبولګولو رئيس عبدالوهاب خير زاده وويل چې د اوبو د سمې استفادې او د اوبو د ضايعاتو د مخنيوي د لارو چارو بيانول د کرنې او بڼوالۍ په برخوکې ددغه ورکشاپ له اساسي موضوغګانو څخه دي چې د دغې ادارې د اوبو لګولو ١٠٥ تنو کارکوونکو ته بيانيږي.
ده زياته کړه: د دغه ورکشاپ هدف له اوبو څخه د سمې استفادې او د کرنې په برخه کې د اوبو د زيات لګښت د مخنيوي په خاطر د قطره يې خړوبولو بنسټيز کول دي چې بزګران وکولاى شي د اوبو لګولو له نوي سيستم څخه په استفادې سره د اوبو په لږ لګښت سره زيات محصولات ترلاسه کړي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل