اقتصاد

د ١٣٩٢ قطعيه حساب د پلټنې د عالي ادارې موظف کميسيون ته سپارل شوى دى

کابل – باختر دثور دمياشتې ٣
په ١٣٩٢ مالي کال کې د دولت د عوايدو اولګښتونو صورت حساب دافغانستان دمالي ادارې او د بودجوي واحدونو د سيستم د ارقامو له تطبيق وروسته په رسمي ډول د پلټنې د مالي ادارې موظف کميسيون ته سپارل شوى دى.
دباخترآژانس دخبرله مخې: په هغې اعلاميه کې چې په دې اړوند د ماليې وزارت له لارې خپره شوې ده؛ ويل شوي دي:
د پلټنې عالي اداره به د دولت د قطعيه حساب له څيړنې وروسته ولسي جرګې ته رپوټ ورکړي.
په ١٣٩٢ مالي کال کې د دولت کورنۍ عوايد څه د پاسه ١٠٩،٠٠ميليارډه افغانۍ وې. په مقابل کې د دولت ټول لګښټونه (عادي بودجه او پرمختيايي بودجه) ٢٧٨،١٤٥ميليارډه افغانۍ دي. له دې امله په ١٣٩٢ مالي کال کې کورنى عوايدو د دولت د ټولو لګښټونو په سلوکې نږدې ٣٩ بشپړ کړي دي .
د ١٣٩٢مالي کال د عادي بودجې وروستۍ کچه (د نيمايي کال او د ضميمو دڅيړنې په ګډون٢١٨.٩٨٦ميليارډه افغانۍ او د دغه کال ټول لګښتو ١٩٧.٩٩٢ميليارډه افغانۍ وې. دغه ارقام د بودجوي واحدونو له خوا په سلوکې د لسو سپما څرګندوى دى. په عادي بودجه کې د سپما کچه د ١٣٩١ کال په پرتله ښه ده.
د ١٣٩٢ مالي کال پرمختيايي بودجه ١٤٠.١٩٤ميليارډه افغانۍ او پرمختيايي لګښتونه ٨٠،١٥٣ ميليارډه افغانۍ ده چې دپرمختيايي بودجې په سلوکې ٥٧ تطبيق څرګندوى دى، دتحقق فيصدۍ نږدې په ١٣٩١ کال کې د پرمختيايي بودجې د تطبيق فيصدۍ ته ورته ده.
د خزانو لوى رييس محمد آقا کوهستاني د پلټنې د عالي ادارې موظف کميسيون ته د قطعيه حساب د سپارلو په وخت کې وويل: په ټولو ولايتونوکې د افغانستان د مالي ادارې دکمپيوټري سيستم تعميم او د مرکزي ادارو مستقيم لاس برى له يوې خوا د مالي چارو اداره آسانه او ډاډمنه کوي او له بله پوله په مالي اداره کې د شفافيت په لوړولو سره په هيوادکې د فسادکچه راټيټوي. دافغانستان د خزانو رياست د هغه رول له امله چې د ښې حکومتوالۍ په برخه کې يې لوبولى دى؛ خوښي څرګندوي.
د قطعيه حساب رپوټ به په دقيقو ارقامو او په بشپړو جزيياتو سره د مالي چارو او د عامه لګښتونو د ادارې د قانون له حکمونو سره سم ولسي جرګې ته د پلټنې دعالي ادارې د رپوټ له وړاندې کيدو وروسته خپور شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته