کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
په لغمان ولايت کې يوماشوم په دې دليل چې کورنۍ يې ددې توان نه درلود چې دښوونځي ځانګړي جامې ورته برابرې کړي ځان وواژه .
عمران پرون دښوونځي دجامو دنه لرلو له امله په کور کې ځان زندى کړ او په دې ډول يې خپل ژوند پاى ته ورساوه .
دعمران يو خپلوان د باختراژانس ته خبر ورکړ. دئ له يوې خوا دښوونځي له لورې ترفشار لاندې و چې بايد دښوونځي ځانګړې جامې واغوندي او له بلې خوا کورنۍيې ددغو جامو دپيرودلو توان نه درلود .
په لغمان کې زده کوونکي شين رنګه ځانګړي جامې اغوندي .
دعمران پلار ددين عالم دى خو دسختې اقتصادي بې وزلۍ له امله ځوريږي
په همدې حال کې دلغمان ولايت يوه امنيتي مسوول دښوونځي ددغه زده کوونکي ځان وژنه تاييد کړه .
0 1 دقیقه لوستل