کابل/ د مرغومي١٠مه / باختر
لس وسله وال طالبان تېره شپه په فراه کې په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
د ٢٠٧ظفر قول اردو باختراژانس ته د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي؛ وسله والو طالبانو د فراه په سور کلي کې د پوځيانو په پرامنيتي پوستو يرغل وکړ چې د پوځيانو له مقاومت سره مخ شول او د هېواد د هوايي ځواکونو په بريدونو کې ٢وسله وال طالبان ووژل شول او ٣ نورټپيان شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د فراه د ګلستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دهېواد دهوايي ځواکونو په بريدونو کې اته وسله وال طالبان په داسې حال کې ووژل شول چې په دې ولسوالۍ کې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو د بريدونو په طرح کولو بوخت وو.
په دې بريدونو کې د دښمن يوشمير جنګي وسايل له منځه وړل شوي دي پوحيانو او ملکيانو ته زيان نه دى اوښتى .
پاى \ ج\ ذ