کابل باختر د تلې څلورمه :
دپاکستان دعالمانو شورا رييس علامه طاهر اشرفي چې په کشمير ، افغانستان او فلسطين کې يې دجهاد فتوا صادره کړې وه دپاکستان د پوليسو له خوا له الکولي مشروباتو سره ونيول شو .
دباختراژانس خبريال خبر راکړ . نږدې دوه کاله مخکې دپاکستان دعالمانو شورا رييس علامه طاهر اشرفي په افغانستان ، کشمير او فلسطين کې دجهاد فتوا صادره کړه . خو څو ورځې وروسته دپاکستان پوليسو دغه الکوليست فتواورکوونکي دالکولي مشروباتو له بوټلونو سره ونيوه .
اوس اساسي پوښتنه داده هغه څوک چې الکولي مشروبات کاروي او په دغه شان ناوړه عمل سره دلوى خداى ( ج ) په وړاندې دريږي آيا کولى شي دجهاد فتوا ورکړي ؟
زياتره خلک په دې باور دي چې بايد دعلامه طاهر پرخلاف دجهاد فتوا صادره شي . ځکه چې ده ددين دعالم په جامه کې داسې ناوړه عمل ترسره کړى دى چې لوى خداى ( ج ) خپل بنده ګان له دې کار څخه منع کړي دي .
نو دهيواد تير وتلو او غوليدلو مسلمانانو ته په کار دى چې په دې پوه شي چې کوم کسان دوى په خپل هيواد کې جګړې او ورور وژنې ته هڅوي .
1 1 دقیقه لوستل