کابل باختر د وږې دمياشتې ٢٠ :
د ملي اردو د هوايي ځواکونو د بريدونو په نتيجه کې څه ناڅه ٥٠ تنو وسله والو طالبانوته نن د بدخشان ولايت د راغستان ولسوالۍ په مرکز او شاوخوا سيموکې مرګ ژوبله واوښته .
د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال سخيداد حيدري د طالبانو پرخلاف د هوايي عملياتو د تائيدولو په ترڅ کې د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ولايت له ياوان ولسوالۍ څخه کومکي ځواکونه سيمې ته استول شوي دي او اوس طالبان د ماتې او تيښتې په حال کې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ