سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس يوحکم صادر کړى دى

کابل باختردسلواغي دولسمه :
له کورنيومنابعوڅخه په ځان د ډډې لګولو په حالت کې د هيواد د امنيت د سکټور د محاربوي وړتياوې د ساتنې په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حکم.
د امنيتي مسووليتونو د ليږدونې د بهير پاى او د هيواد د مستقلانه دفاع په شرايطوکې د ډاډمنې او سوله ئيزې فضا د زمينو برابرول، پياوړى، سمبال، باکفايته او دکورنى تمويل په منابعو متکي وسله وال پوځ ته اړتيا لري چې په خاصو اوسختو حالاتوکې دکورنيو او بهرنيو ګواښونو په وړاندې په برياليتوب سره  دندې ترسره کړاى شي .
د دې کار د تحقق لپاره ددغو مراتبو لارښوونه کيږي:
• د ملي دفاع او د کورنيو چارو وزارتونه او دملي امنيت لوى رياست دې د مستقلانه دفاع په برخه کې مشخص امنيتي پلانونه تنظيم کړي او د هر راز ګواښونو په وړاندې دې  لازم تياري ونيسي.
• د امنيت سکټور موظف دى د اکمالاتو د اوسنۍ کچې او د اړتياوو د لرې کولو، پوځي پرسونل، وسلو مهماتو او تجهيزاتو د بشپړولو او د اړوندو مالي چارو او د لوژستيکي عينياتو د بشپړولو په لاره کې په ځان ډډې لګولو ته د رسيدو په پام کې نيولو سره بيا څيړنه وکړي او د دقيقو محاسباتو په ترسره کولو او د لومړيتوبونوپه تشخيص سره په ستونزو او خنډونو د برياليتوب په برخه کې مشخصه، عملي او واحده طرحه په ډير لنډممکن وخت کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته