کابل – باختر دکب دمياشتې ١٧ :
دپکتياولايت دګرديز ښار درايو ورکولو په يوه مرکز کې چاودنه وشوه خو دسرزيان يې نه دى اړولى .
دپکتيا دوالي ويندوى حشمت الله باخترآژانس ته وويل :
دغه چاودنه نن سهار د ببرک خان ليسې دروازې ته څيرمه رامنځته شوه چې يو انتخاباتي مرکز دى.
دپکتياولايت دانتخاباتو دکميسيون رييس رحمت الله حقمل وايي : په دې پيښه کې چاته زيان نه دى رسيدلى او يوازې ددغې ودانۍ او دهغه دشاوخوا ودانيو ښيښې ماتې شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ