بغداد- وى او اې – باختر دمرغومې دمياشتې ١٣
دفرانسې خبري آژانس خبر ورکړى دى چې دعراق د دالاانبار ښار ولايت په مرکز
رمادې ښارکې نښتې لږې شوي دي خو دفلوچې په ښارکې د دولت ځواکونو او
القاعده ترمنځ نښتې دوام لري .
عراقي ځواکونو پرون له القاعده مليشو سره سختې نښتې وکړې او د فلوجې او رمادى سني ميشت ښارونو ځينې برخې يې نيولي دي .
دعراق دولت په جګړه مارانو دجنګي جټ الوتکو او توغنديو په واسطه بريدونه کړي دي خودتلفاتو شمير يې روښانه نه دى .
د اسوشيتد پرس دخبرله مخې دسنيانو پلوى نندلارودعراق دشيعه دولت او سني توکمو ترمنځ له نښتې څخه ګټه اخلي .
سينيانو په دولت باندې د توپيري او دهغوي غوښتنوته دنه پاملرنې تورلګوي .
په رمادې ولايت کې تاوتريخوالى د دوشنبې په ورځ له هغه وروسته پيل شو چې دولتي ځواکونو د رمادى په ښار کې دسنى اعتراض کوونکو خيمې ټولې کړې .
0 1 دقیقه لوستل