کراچۍ ډان باختر دمرغومې دمياشتې ٩
د پاکستان د کراچۍ په ښارکې پرون د بيلابيلو پيښو له امله څه ناڅه دولس
تنه ووژل شول .
د ډان دخبرى سايټ دخبرله مخې : په وژل شويو کسانو کې دمسلمين وحدت دمجلس دګوند درې تنه غړي ، او ديوې کورنۍ څلور تنه غړي شامل دي او په دوو تنو نجونوهم په بيلابيلو پيښو کې جنسي تيرى شوى دى .
دپاکستان دکراچۍ په ستر ښارکې تاوتريخوالي زور اخستى دى او دغه ښار په دې وروستيو کې دقومي ، مذهبي او سياسي تاوتريخوالي ډګر دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ