کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
دکابل _ جلال اباد لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانستل شوه.
دغه لويه لاره په دې وروستيو وختو کې دسيلاونو د راوتلو له امله په دريو سيمو کې دترافيکو پرمخ وتړل شوه .
خو په پاى کې دملي اردو دسرتېرو او دهغوى دتخنيکي ټيمونو په همکارۍ بيا پرانستل شوه .
دکابل _ جلال اباد دلويې لارې دترافيکو يوه مسوول باختراژانس ته وويل چې دملي اردو سرتېرو ددريو ساعتونو په بهير کې وکولاى شول چې دغه لاره دترافيکو پرمخ بيا پرانيزي .
داپه داسې حال کې ده چې په زرګونو تنه مسافران او په لسګونوسوداګريز کاروانونه دکابل _ جلال اباد دلويې لارې دتړل کېدو له امله په دواړو لورو کې بند پاتي و .
ختم_ عطاالله _ اکرم