ټولنه

په غوربند کې ۴۵۰۰ پیریدونکو ته د برېښنا لیږد د تجهیزاتو چمتو کول

کابل/ باختر / د کب د میاشتې ۱۱مه
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس انجنیر امان الله غالب د همکار د سیم او کیبلونو د تولیدي شرکت له رئیس سره د پروان برېښنا اړوند د غوربند د ۲۰ کیلوولټ ډبل سرکت مزي د سیم او کیبلونو د دوولاټونو پروژې د چمتو کولو تړون لاسلیک کړ.
د افغانستان برېښنا شرکت د نشراتو او عامه پوهاوي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
نوموړې پروژه څلورڅلویښت میلیونه او څلورسوه څلور څلویښت زره او څلور سوه (۴۴.۴۴۴.۴۰۰) افغانۍ ارزښت لري، چې د مالیې وزارت له انکشافي بودجې څخه تمویلیږي او چارې به یې د راتلونکو څلور میاشتو په لړ کې بشپړې شي.
د غوربند ۲۰ کیلوولټ شبکه د ۱۰ میګاواټه برېښنا ظرفیت لري، چې په لومړي پړاو کې ۴۵۰۰ پیریدونکو ته د برېښنا شبکې د جوړولو زمینه برابروي او په راتلونکي کې به د شینواري او سیاه ګرد ولسوالۍ ۱۰ زره پیریدونکو ته هم برېښنا ورسوي، چې چارې به یې تر راتلونکو ۹ میاشتو پورې بشپړې شي.
دغه راز ټاکل شوي د سٌرخ پارسا او شیخ علي ولسوالیو لپاره هم په راتلونکي کې د پٌشته سرخ څخه د یو سب ستیشن په جوړولو د برېښنا لیږدولو چارې پیل شي.
د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین هڅه کوي، چې د هیواد ګوټ ګوټ ته له امکاناتو سره سم ګام په ګام د برېښنا شبکې جوړې او برېښنايي خدمتونه ورته ورسوي.
پای – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته