کابل باختر دغويي دمياشتې ١٠ نيټه :
دبشردحقوقو د خپلواک کميسيون اعلاميه
دافغانستان دبشر د حقوقو خپلواک کميسيون دکابل ښار په شش درک سيمه کې چې له امله يې يو شمير ملکي وګړي په خاصه توګه چې خبريالانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته ، په شديدو الفاظو غندي او په ملکي وګړو د بريدونو د زياتوالي له امله انديښنه څرګندوي.
په ملکي وګړو او خبريالانو بريدونه يو وحشيانه ، غيرانساني او غيرقانوني عمل او د اسلام دمقدس دين دحکمونو پرخلاف اود نړيوالو بشر دوستانه او ملي قوانيو پرخلاف کار دى .
دافغانستان دبشردحقوقو خپلواک کميسيون ددولت له وسله والو مخالفانو څخه په جدي توګه غواړي ترڅو ملکي وګړي ، عام المنفعه ځايونه اوخبريالانو باندې بريدونه و نکړي او نړيوال بشردوستانه بشري قواعد په هر اړخيز ډول رعايت کړي اوله دې څخه زيات د دغه شان جنايتونو سبب نه شي .
کميسيون د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت څخه په خاصه توګه امنيتي او دفاعي بنسټونو، عدلي اوقضايي بنسټونو څخه غواړي ترڅو د خبريالانو او د هېواد دټولو وګړو د امنيت په تامينولو کې له پخوا زيات هلې ځلې وکړي او د دغي پيښې دعاملينو په پيژندنې او عدلي مرکزونو ته د هغوى دسپارلو او د دغې پيښې قربانيانو ته د لازمو بشري مرستو د برابرولو غوښتنه کوي .
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل