ټولنه

په غزني کې په لرغونو ساحو کې دانګړ ديوال جوړېږي .

کابل باختر د ليندى  دولسمه :
دغزني ولايت دتاريخي ساحو دانګړ دديوال  دجوړولو  کار پيل شو .
دغزني ولايت داطلاعاتواوفرهنګ رييس بشير محمدي وويل چې د شپږ کيلومترو په اوږدوالي يوديوال په غزني ښار کې دلرغونو او تاريخي  ساحو   د٧٠٠ جريبه ځمکې دغضبولو دمخنيوي په مقصد جوړېږي
  خبرځاى زياته کړه دغه ديوال داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د ٣٣ مليونواو  ٥٠٠ زرو افغانيو په لګښت جوړېږي .
دغزني والي وحيد الله کليمزي  وويل چې پخوا هم په  غزني ولايت کې دلرغونو ساحو په لسګونو جريبه ځمکه دزور واکو له خوا غضب شوې ده
ده زياته کړه چې دلرغونو ساحو او دتاريخي ابداتو دغصبولو  د مخنيوي لپاره هلې ځلې دوام لري او کوښښ کېږي چې په غزني ولايت کې دګرځندوى  لپاره هم زمينه مساعده شي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته