امنیت

د ماين دچاودنې له امله يو ملکي وګړى شهيد او درې تنه نورټپيان شول

کابل باختر دکب  دولسمه :
په ننګرهار ولايت کې نن د ماين د چاودنې له امله يوملکي وګړى شهيد او درې تنه نورټپيان شول.
دغه پيښه د اچين ولسوالۍ په اوچ باندر سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دملکي وګړو دسپرلۍ يو موټر په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت.
د ننګرهار د والي ويندوى احمدضيا عبدالزي باخترآژانس ته وويل چې په دې  پيښه کې يوملکي وګړى شهيد او درې تنه نور ټپيان شول .
ده وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل او ويې ويل چې دعاملينو د پيژندنې او نيولولپاره پلټنې پيل شوې دي .
په همدې حال کې په اچين ولسوالۍ کې دروغتون ډاکترانو ددغې پيښې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
وسله وال طالبان په افغانستان کې زياتره په ګڼ ميشتو سيمو او لاروکې د ماينونو اوبمونوپه ښخولو لاس پورې کوي؛ هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته