کابل باختر دغويي دمياشتې ١نيټه :
د افغانستان توپ اچوونکي مجيب د ټپي کيدو له امله د پنجاب دکرکټ دټيم په وروستيو لوبوکې ګډون و نه کړ .
د افغانستان د١٩کلنو ځوانانو د کرکټ ټيم د توپ اچوونکي مجيب الرحمن غيابت چې په امتياز سره د پنجاب په ټيم کې لوبه کوي او په تيرو ١٢ لوبوکې ښه وځليد او د ټيم په برياليتوب کې يې فعاله ونډه لرله؛دټپي کيدو له امله د دغه ټيم په وروستيو دوو لوبوکې ګډون ونه شو کړاى چې په نتيجه کې دپنجاب د کرکټ ټيم په وروستيو دوو او برخليک ټاکونکو سياليوکې ماتې وخوړه او د سياليو له دوام څخه حذف شو.
د اې پې ال د سياليو ١١ دوره د اتو ټيمونو په ګډون د هندوستان د بېلابېلو ښارونو په لوبغاړوکې د اپريل په ٧نيټه پيل او حذفي پړاوته رسيدلي دي .
پاى ج ذ