کابل باختر دليندي يو ويشتمه :
څوارلس تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه تيره شپه دلښکرګاه ښار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې طالبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريدو وکړ .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې څوارلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى رسيدلى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان دهلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې دوسله والو طالبانو دډلې دجنګي وسايلو د څلورو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دهلمند ولايت يوه امنيتي مقام وايي چې په دغو ډيپوګانو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
دغه راز ويل کيږي چې امنيتي مامورانو نن سهار دهلمند ولايت په ګڼ ميشتو لارو او سيمو کې اووه ماينونه کشف او شنډ کړل .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل