جلال آباد باختر دوږي دمياشتې ٢١ نيټه :
د اوبورسولو يوه شبکه د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
دغه شبکه د لمر په انرژۍ سره فعاليت کوي او د اچين ولسوالۍ بازار او د هغه شاوخواسيمو په سلګونوکورنيو ته دروغتيايي اوبو څخه داستفادي زمينه برابره کړې ده .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې دغه شبکه د اچين ښاروالۍ له بودجې څخه جوړه شوې ده.
ده وويل چې ټاکل شوې ده دننګرهار ولايت په نورو ولسواليوکې هم د اوبو رسولو شبکې له لمريزې انرژۍ څخه په استفادې سره جوړې شي .
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ