امنیت

۴۷ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.

کابل باختر د غويي دمياشتې ۲۳مه
په تېرو ۲۴ ساعتو کې د دولت ۸۳ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
باختر اژانس د ملي دفاع وزارت د خبر پاڼې له خولې خبر راکړ چې  په تیرو ۲۴ ساعتونو کې  د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د ترسره شويو عملياتو په پايله کې د طالبانو د ۳ تنو سیمه يیزو قوماندانانو په ګډون ۲۷  تنه وسله وال وژل شوي ، ۲۰  تنه ټپيان او ۲ تنه نور نیول  شوي دي.
خبر پاڼه زياتوي چې دغه  ګډ عملیات د پليو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار،  کاپیسا، پکتیا،خوست،  لوګر، قندهار، روزګان ، غور ،  کندز ، فاریاب ، بغلان،  سرپل، سمنګان،  بدخشان اودهلمند په ولایتونو کې ترسره شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته