نړيوالې خبري منابع باختر دليندۍ دمياشتې١ نيټه :
د امريکا متحده ايالاتو جمهوررئيس ډونالد ټرمپ له سعودي عربستان څخه مننه وکړه چې د نړۍ په بازارونو کې يې د تېلو د بيو له ټيټېدو سره مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پر واشنګټن فشارونه دي، د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژنې د قضيې له امله په سعودي عربستان بنديزونه ولګوي.
د روېټرز خبري اژانس په حواله، جمهوررئيس ټرمپ پرون په ټويټر کې د تېلو د بيو د ټيټولو له امله له رياض څخه مننه وکړه او له سعودي عربستان څخه يې غوښتنه وکړه چې د امريکا او نړۍ د اقتصادي پياوړتيا لپاره دغه بيې نورې هم ټيټې کړي. جمهوررئيس ټرمپ ليکلي: د تېلو بيې په ټيټېدو دي، څه وخت مخکې د يوه بېرل تېلو بيه ٨٢ ډالره وه، خو اوس ٥٤ ډالرو ته ټيټه شوې ده.
د امريکا جمهوررئيس د تېلو د بيو جګېدو له امله په وار وار د تېلو د صادروونکو هېوادونوپه سازمان يا اوپېک انتقادونه کړي اوله سعودي عربستان څخه يې چې د تېلو عمده توليدوونکى دى، د اقدام غوښتنه کړې وه.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل