کابل باختر د کب دمياشتې ٢١ :
په تخار ولايت کې د هدف فرهنګي ټولنې له يوسلو اتيا تنو بيوزلو او يتيمو ماشومانو سره نغدي مرسته وکړه .
د هدف فرهنګي ټولنې مرستيال عبدالفتاح مشتاق باخترآژانس ته وويل : دغه پروګرام هرکال ددغې ټولنې له خوا دافغانستان په شمال ختيځوولايتونو کې ترسره کيږي چې د پيسو اندازه يې يو شان نه ده .
ده زياته کړه ؛ سږکال دغې ټولنې له يوسلو اتيا تنو بيوزلو او يتيمو ماشومانو سره چې زياتره يې ښوونځيو ته ځي له هريوه سره د – ٩١٠٠ _ افغانيو نغدي مرسته وکړه.
د يادونې وړ ده چې دغه مرستې د ترکيې هېواد له خواترسره شوې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ