ټولنه

په ننګرهار کې سلګونو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
په ننګرهار کې پر ۳۰۰ اړو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
زياتره دغه کورنۍ د سېلاوونو او د کروناويروس د خپرېدو له امله زيانمنې شوې دي او مرستې ته اړتيا لري.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې دوره کې پر ٣٠٠ کورنيو اوړه، غوړي، لوبيا، چای، مالګه او د ماشومانو لپاره مغزي توکي ووېشل شول.
دغه مرستې کورنيو او بهرنيو مرستندويو بنسټونو برابرې کړې وې.
د ننګرهار مسوولين وايي چې له اړو کورنيو سره د مرستې بهير دوام لري.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته