کابل – باختر دغبرګولي دمياشتې ٤
شپږويشتو غوره څيرو دسيمرغ البرز دفوټبال د ټيم غړيتوب ترلاسه کړ .
دکابل دفوبټال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغو څيرو دفوټبال دهغو انتخاباتي سياليو پاى کې چې درې ورځې مخکې دپنځو ټيمونو ترمنځ په جوزجان کې پيل شوې وې دسيمرغ البرز دفوټبال منتخب ټيم ته لاره وموندله .
دقيومي دڅرګندونو له مخې : ددغو سياليو پاى لوبه چې دفارياب او جوزجان دفوبټال د ټيمونو ترمنځ وشوه دصفر په وړاندې په دريو سره دفارياب ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم ددغو سياليو اتل شو .
دغه راز دجوزجان دفوټبال دويم مقام وګاټه .
دقيومي دڅرګندونو له مخې د راتلوونکې يکشنبې په ورځ په شمال ختيځ زون کې دموج هاي امو دفوټبال منتخب ټيم ته دغوره څيرو د انتخابولو په مقصد دفوټبال انتخاباتي سيالى په بدخشان کې پيليږي.