کابل باختر دسلواغې يوولسمه :
په قندهار ولايت کې د وسله والو طالبانو دماين جوړولو يوه کارخانه ويجاړه شوه .
دقندهار ولايت ويندوى صميم خپلواک دباختراژانس خبريال ته وويل: افغان امنيتي ځواکونو تيره شپه ددغه ولايت دميوند ولسوالۍ دلوى کلي په ساحه کې دوسله والو طالبانو د ماين جوړولو يوه کارخانه د ځانګړو عملياتو په بهير کې کشف اوويجاړه کړه .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې، په دې کارخانه کې وسله والو طالبانو ډول ډول ماينونو جوړول .
خپلواک زياته کړه چې ددغو عملياتو په بهير کې شپږ موټر سايکلونه ، ددرندو وسلو درې ګولۍ او درې ايکم مخابرې هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي او يو مشکوک سړى هم نيول شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ