امنیت

هرات د ډار اچوونکو پرخلاف دستر پوځي عملياتو په درشل کې .

کابل باختر د کب څلورمه :
دخالد عمليات په هرات ولايت کې دتروريستانو دځپلو په مقصد  پلان شوى دى
  دغه عمليات  دظفر قول اردو له خوا دخالد په نامه د ١٣٩٦ کال دپلان له مخې په هغو ساحو کې  چې تروريستان پکې شتون لري  پلان شوى دى .
  د ٢٠٧ ظفر قول اردو  قوماندان  بريد جنرال ارکانحرب  امان الله مبين  وايي  څيړني ښيي چې  حالات  ددفاعي ځواکونو ترکنترول لاندې دى .  خو  ايجابوي چې  دامنيت دپراختيا دموجود حالت دساتنې دسکتوري ادارو ملاتړ او دقوي تدبيرونو په خاطر اجرا شي .
ده  دراتلوونکو عملياتي پلانونو اجرا کول د پسرلي او دوبي په فصلونو کې داستخباراتي اوکشفي  رپوټونو له په پام کې نيولو سره  دځواکونو استعمال ددښمن  د ډار اچوونکو پلانونو دشنډولو لپاره يوه اړتيا  وبلله .
  په لويديځ زون کې  دايساف قوماندان جنرال مګنيتي هم ددغو عملياتو ملاتړ وکړ او ويې ويل  دلويديځ زون ايساف قومانداني  دافغانستان ددولت دغوښتنو له مخې  دښوونې او روزنې او په  محاربوي عملياتو کې  دسلامشورو په برخو کې  دامنيتي ځواکونو غوڅ ملاتړ کوي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته