کابل باختر دغبرګولي ٢٧ :
دپکتيا ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د استوګنې په يو کور دتوغندي دلګيدو له امله درې تنه ماشومان ټپيان شول.
دڅمکنيو ولسوال صالح محمد احساس باخترآژانس ته وويل: وسله والو طالبانو دوه ميزائيل توغندي د څمکنيوولسوالۍ له لوړو سيمو څخه وتوغول چې يو يې د استوګنې په يو کور ولګيد او له امله يې درې تنه ماشومان ټپيان شول.
ددغې پيښې دوه تنه ټپيان هلکان او يوه نجلۍ ده چې د امنيتي منسوبينو له خوا روغتون ته وليږدول شول.
پاي س ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ